بدخشان کې یوه تنکي ځوان له ځان‌وژنې مخکې پلار ته لیک لیکلی

بدخشان کې د نورالهدا په نوم یوه پنځلس کلن تنکي ځوان ځان وژلی دی. د دغه ځوان خپلوان سلام‌وطندار ته ویلي چې هغه د شنبې په سهار د بدخشان د مرکز په فیض‌اباد ښار کې د موږکو د مړینې درمل خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی. د نوموړي د خپلوانو د خبرو پر بنسټ، یو ارام هلک و او له کوم ځانګړي لامل پرته یې ځان وژلی دی.

نجونې زده‌کوونکې: خپلې تحصیلي راتلونکې ته ناهیلې یوو

له شپږم ټولګي پورته یوشمېر نجونې زده‌کوونکې د زده‌کړو د دوام په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، خپلې تحصیلي راتلونکې ته ناهیلې شوي دي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، تمه یې لرله چې بېلابېلو څانګو کې لوړې زده‌کړې وکړي، خو د هغوی پرمخ د پوهنتونونو تړل کېدو او د ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې څخه د نجونو راګرځولو اندېښمنې کړي دي.

له سویډن وروسته ډنمارک کې هم د قران‌کریم یوه نسخه سوځول شوې

راسموس پالودان چې سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قران یوه نسخه سوځولې وه، تېره ورځ یې د ډنمارک پلازمېنې کوپن‌هاګن کې د یوه جومات مخې ته د قران یوه بله نسخه هم سوځولې ده.

دغه سیاستوال د روانې جنورۍ په ۲۱مه هم سویډن کې د ترکیې سفارت مخې ته د قران‌کریم یوه نسخه سوځولې وه.

پاکستان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۴۱ کسان مړه شوي

د پاکستان د بلوچستان ایالت په لسبیله سیمه کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال د ماشومانو په ګډون ۴۱ کسان مړه شوي دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د سلواغې نهمه راپور ورکړی چې د بلوچستان په لسبیله سیمه کې یوې ژورې کندې ته د یوه موټر د لوېدو له امله ۴۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.