بدخشان کې د نورالهدا په نوم یوه پنځلس کلن تنکي ځوان ځان وژلی دی. د دغه ځوان خپلوان سلاموطندار ته ویلي چې هغه د شنبې په سهار د بدخشان د مرکز په فیضاباد ښار کې د موږکو د مړینې درمل خوړلي او خپل ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نورالهدا د بدخشان د یاوان ولسوالي اوسېدونکی دی، خو له څو کلونو راهیسې یې په بدخشان ښار کې ژوند کاوه. د نوموړي د خپلوانو د خبرو پر بنسټ، یو ارام هلک و او له کوم ځانګړي لامل پرته یې ځان وژلی دی.
د دوی په خبره، هغه په وروستیو ورځو کې د جنت او آخرت په اړه ځینې خبرې اورېدلې وې او په اړه به یې فکر کاوه. نورالهدا په یوه وصیتلیک کې چې له ځانوژنې مخکې یې مور او پلار ته لیکلی، ویلي: «زما زړه له دې نړۍ موړ شوی دی.»
نوموړي په دغه وصیتلیک کې له مور او پلار نه غوښتي چې ویې بښي او د ښېګڼې دوعا ورته وکړي. نورالهدا خپل پلار ته لیکلي: «که مو له ما کومه بدي یا ناوړه خبره اورېدلې وي، هیله ده ما وبښئ او ما ستا د دوعا په هیله ځان وژلی دی.»
د دغه تنکي ځوان خپلوان زیاتوي چې نورالهدا د ښوونځي د لسم ټولګي زدهکوونکی و دیني مدرسې ته به هم ته او راته.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ځانوژنې پېښې په بېلابېلو ولایتونو کې زیاتې شوي او تازه دوه ورځې وړاندې دوو کسانو په بلخ او روزګان کې هم ځانونه وژلي وو.