Asset 1SWN

فاریاب کې یوې نجلۍ د زهرو په خوړلو ځا‌ن‌ وژلی

8_5

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوې نجلۍ زهر خوړلي او ژوند ته یې د پای ټکی ايښی دی.

دغه پېښه پرون یکشنبه د لړم ۲۹مه د فاریاب د شیرین‌تګاب ولسوالي په «تاش‌قلعه» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه نجلۍ ۲۲کاله عمر درلود او هاجره نومېده. د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس په وینا، یادې نجلۍ زهرجن درمل خوړي او ځان‌وژنه یې کړې ده.

شمس‌الله محمدي د یادې پېښې لامل کورنۍ ستونزې یادوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د روانې اوونۍ د شنبه پر ورځ هم د دغه ولایت مرکز میمنې ښار اړوند سیمه کې یوه ۲۲ کلن هلک ځان زړولی و او ژوند ته یې د پای ټکی کېښود.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام