سره له دې چې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر له چاودنې چې په هغه کې د دغه بانک کارکوونکی او د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شو، دیارلس ورځې تېرېږي، خو په دې موده کې د نورو مسوولو بنسټونو ترڅنګ، د افغانستان بانک هم چوپتیا غوره کړې ده. دغې چوپتیا د یما کورنۍ او نورو خلکو ته جدي پوښتنې پیدا کړې دي.

د افغانستان بانک چارواکو د دغه بانک د کارکوونکو پر موټر د چاودنې په لومړیو ورځو کې ژمنه کړې وه چې د بانک امنیتي کمرې به وڅېړي، خو اوس چې څه باندې لس ورځې تېرېږي، د افغانستان بانک هېڅ چارواکی له رسنیو سره خبرو کولو ته نه حاضرېږي.

یوشمېر خبریالان چې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر د برید پېښې د تعقیب مسوولیت لري او نن د دغه بانک مخې ته راټول شوي وايي، دا چې د بانک مسوولان له رسنیو سره خبرو ته نه حاضرېږي، دوی ته یې اندېښنې را پیدا کړې دي.

د خورشید ټلوېزیون خبریال شکیب مولوي‌زاده او د طلوع نیوز خبریال تمیم حمید وايي، له تېرو لسو ورځو راهیسې هڅه کوي چې د بانک د کمرو په وسیله شوې ویډیوګانې د دوی په واک کې ورکړل شي، خو د افغانستان بانک مسوولانو تر اوسه ورته ځواب نه دی ورکړی.

تر دې وړاندې د ولسي جرګې یوه پلاوي چې د افغانستان بانک د کارکوونکو پر لېږدوونکي موټر د چاودنې قضیې د څېړلو لپاره دغه بانک ته ورغلي وو، هم د مسوولانو پر نه همکارۍ نیوکه کړې وه.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د ملکي وګړو د وژلو عاملانو پر پېژندلو او محاکمې ټینګار کوي.

د دغه کمېسیون د نشراتو او رسنیو رییس ذبېح‌الله فرهنګ وايي، دوی د ملکي وګړو د وژلو عاملانو پېژندنه او محاکمه غواړي.

د کورنیو چارو وزارت هم تر اوسه د دې پېښې په اړه لازم اطلاعات له رسنیو سره نه دي شریک کړي، خو تل یې د پېښې پر څېړنې ټینګار کړی دی.

د افغانستان بانک کارکوونکي او د طلوع ټلوېزیون پخواني ویاند یما سیاوش د لړم میاشتې په ۱۷مه د څلورم مکروریانو په سیمه کې د چاودنې له امله له خپلو دوو همکارانو سره خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د سیاوش کورنۍ د شکایت لیک په خپرولو سره د دې پېښې د څېړنې غوښتنه کړې ده. په دغه لیک کې د یما سیاوش د پلار محمد داوود سیاوش له قوله لیکل شوي چې زوی یې د افغانستان بانک د رییس په ټینګار چې په دې ورځو کې ځواب ویلو ته نه حاضرېږي، په یاد بانک کې د کار کولو غوښتنه ومنله.

د هغه په خبره، د زوی مرګ یې په بانک کې د کار له پیل نه څو اوونۍ وروسته مرموز دی او باید وڅېړل شي.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام