Asset 1SWN

دایکندي کې لوړ ولور ځوانان له واده کولو پاتې کړي

IMG-20230225-WA0022

د دایکندي یوشمېر ځوانان دغه ولایت کې د واده مراسمو لوړ لګښت څخه د نیوکې ترڅنګ وايي چې هر کال سلګونه ځوانان د واده لګښتونو پوره کولو لپاره ګاونډیو هېوادو ته د کار لپاره سفر کوي.

د دایکندي اوسېدونکی سیف‌الله رضايي سلام‌وطندار ته وايي، دغه ولایت کې د یوه واده لګښت له ۷۰۰ تر ۸۰۰زره افغانیو دی او ځوانان د یادو پیسو ګټلو لپاره اړ دي چې ګاونډیو هېوادونو ته مزدورۍ پسې لاړ شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «واده کول یو اصل دی او هر انسان باید واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي. خو له بده‌مرغه چې افغانستان کې موږ ناسمو شرایطو کې یو او نشو کولای چې د ولور په توګه د نجلۍ پلار ته ډېرې پیسې ورکړو.»

هېواد کې ناسم دودونه او لوړ ولور د دې لامل شوی چې ګڼ‌شمېر ځوانان او پېغلې ونشي کړای چې په مناسب عمر کې واده وکړي.

دایکندي کې د ښځو چارو فعالانې له هلک څخه د لوړ ولور اخیستل ناوړه دود بولي او وايي، د نجلۍ په بدل کې د پیسو او نورو شتمنیو ترلاسه کول د بشر حقونو نقض دی.

دایکندي کې د ښځو حقونو فعاله رقیه راسخ سلام‌وطندار ته وايي: «ګڼ‌شمېر کورنۍ چې مالي وضعیت یې ښه نه دی نشي کولای چې په مناسب وخت کې واده وکړي. له همدې امله د ډېری ځوانانو د واده عمر تېرېږي.»

بل‌خوا دیني عالم سید‌حبیب‌الله اکبري وايي، د ولور، مهر حاضر او نورو نومونو د هلک له کورنۍ څخه پیسې اخیستل پر نجلۍ د بیې کېښودل دي او شریعت کې ناروا عمل دی.

نوموړي وویل: «دغه ناسم او ناوړه دودونه د اسلام دین او شریعت له نظره ناروا دي او لامل شوي چې ګڼ‌شمېر ځوانان له واده پاتې شي او ځینې نور چې واده کوي له نورو پیسې پور اخلي او په سود یې اخلي او له همدې کبله کډوالي کوي او هلته بیا پر نشه‌يي توکو اخته کېږي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې د حج، ارشاد او اوقاف وزارت کورنۍ د ولور له اخیستلو منع کړې وې، خو په ښکاره دغه امر د توصیې بڼه لرله او لا هم ولور د زرګونو ځوانانو د واده پر وړاندې ستر خنډ دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام