د پکتیا ولایت په ډنډه پټان ولسوالي کې د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال قومي مشرانو او  علماوو د نجونو  ولور څلور سوه زره افغانۍ وټاکه.

په یاده غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه چې د نجلۍ ولور به څلور لکه افغانۍ او د دویم واده یا په بنې د نجلۍ لپاره بیا څلور لکه او پنځوس زره افغانۍ ولور ټاکل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غونډه کې قومي مشرانو او د دغه ولسوالي اوسېدونکو  د کونډې لپاره  ۲۰۰زره افغانۍ ولور ټاکل دی.

په ورته مهال غونډه کې د اخترونو، نوروز او نورو دودنو  په نوم د نجلۍ کور ته د خواړو وروړلو او نورو لګښتونو هم بندیز لګېدلی. د غونډې ګډونوالو همداراز د نجلۍ سره او سپین زر هم بند کړي دي.

د ډنډ‌پټان ولسوالي په جوړې شوې ولسي غونډه کې د ا.ا استازي احسان الله مصطفی وویل چې د علماوو او قومي مشرانو له لوري شوې پرېکړه مهمه ده او باید ټول ورته درناوی ولري.

د نوموړي په وینا، که چا په دغه ناسته کې له یادو شویو مواردو سرغړونه وکړه، قانوني چلن به ورسره کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالي کې هم قومي مشرانو، علماوو او عامو خلکو د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال د نجونو د ولور راکمولو په پرېکړه کړې وه.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام