Asset 1SWN

پروان کې پر شري ناروغي د اخته کسانو شمېر ۸۲ سلنه زیات شوی

سرخکان

د پروان اوسېدونکې نازنین هغه مور ده چې ماشوم یې پر شري ناروغي اخته شوی او له پنځو ورځو راهیسې د دغه ولایت په سل بستریز روغتون کې بستر دی. هغه وايي، دا چې خاوند یې د بچیانو د واکسینولو اجازه نه‌ده ورکړې او همدا لامل دی چې پر شري اخته شوی دی.

هغه زیاتوي: «لومړی مې خپل خاوند نه پرېږدي چې بچیان مې واکسین کړم. له همدې کبله شری پیدا شوی دی. تبه، د سترګو درد او بخار لري. ډېره ناوړه ناروغي ده. له خپلو هېوادوالو غواړم چې خپل ماشومان واکسین کړي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همدارنګه، شازیه چې د پروان د یوې لرې پرتې سیمې غوربند درې اوسېدونکې ده. هغه وايي، یو لس میاشتنی او بل درې کلن ماشوم یې پر شري اخته شوي او اوس د پروان په سل بستریز روغتون کې بستر دي. نوموړې زیاتوي: «لومړی چې پرې اخته شو، ټوخېده، وروسته اسهال شو، بیا یې تبه پیدا کړه او دانې پرې را وختلې.»

د غوربند درې یوه بله اوسېدونکې سحرګل چې ماشوم یې په دغه روغتون کې بستر دی، هم وايي چې په سیمه کې یې د شري ناروغي زیاته شوې او د ماشومانو تر څنګ، مشران هم پر دې ناروغي اخته کېږي.

دوی له روغتیايي مسوولانو غواړي چې په سیمه کې یې د شري ناروغي ضد واکسین لړۍ پیل کړي، څو پر دې ناروغي د لا ډېرو ماشومانو د نیول کېدو مخه ونیول شي.

په همدې حال کې د پروان د سل بستریز روغتون سرطبیب عبدالخلیل حیدري سلام‌وطندار ته ویلي چې په وروستیو څوارلس میاشتو کې پر شري ناروغي د اخته شویو ماشومانو شمېر ۸۲ سلنه زیات شوی دی. د نوموړي په وینا، که پر دې ناروغي د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي، دوی به یې د درملنې لپاره د طبي وسایلو او بسترولو برخه کې له ستونزو سره مخامخ شي.

هغه د شري ناروغي په اړه د کورنیو نه پوهاوی او پر خپل وخت او سم ډول یې د واکسین نه کېدل پر دې ناروغي د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي اصلي لاملونه بولي. حیدري د پروان له عامې روغتیا ریاست څخه غواړي چې په سم ډول د شري ناروغي واکسین د پلي کېدو په موخه واکسیناټوران ښه وروزي، څو هېڅوک ترې پاتې شي.

نوموړی زیاتوي: «په ۱۴۰۰ کال کې مو ۴۱ ناروغان لرل، په ۱۴۰۱ کې مو ۲۵۳ او همدارنګه د ۱۴۰۲ کال په وري او غويي میاشتو کې مو ۲۵ کسان بستر کړي وو چې ډېره د اندېښنې وړ ده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

بله‌خوا د پروان د عامې روغتیا ریاست د ناروغیو د کنټرول څانګې مسوول سیر وايي چې د شري ناروغي ضد واکسین د دغه ولایت په ټولو روغتیايي مرکزونو کې شته، خو په خبره یې، یوشمېر کورنۍ یې خپلو ماشومانو ته نه ورکوي.

هغه زیاتوي: «د شري ناروغي په دې وروستیو کې په ځینو مرکزي او خواجه سیاران سیمو کې خپره شوې ده. سره له دې چې د رسنیو، عامې روغتیا او نورو ادارو له لوري خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی، خو ډېره ستونزه په خلکو کې ده. پروان کې داسې هېڅ سپینه سیمه نشته چې له واکسین څخه پاتې وي.»

د یادونې ده چې شری یوه ویروسي ناروغي ده او که کنټرول نه‌شي او مخه یې و نه نیول شي، په ډېرې چټکۍ سره خپرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام