د عامې روغتیا وزارت په افغانستان کې د شري ناورغي د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو له اندېښنو وروسته سلام‌وطندار ته ویلي چې هېواد کې یې د شري ناروغي د زیاتوالي مخه نیولې او په ډېری سیمو کې یې لپاره د واکسین کمپاین هم پیل شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت شرافت زمان په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «د شري ناروغي مخنیوي لپاره وخت پر وخت موږ د واکسین کمپاینونه کړي او هغه ناروغان چې راغلي، درملنه یې شوې او حالت کنټرول دی.»

خو یوشمېر ډاکټران وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره هېواد کې د شري ناروغي زیاتېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

کابل کې د یوه خصوصي روغتون ډاکټر ځدران د شري ناروغي یوه وژونکې ناروغي بولي او په وینا یې، په دې وروستیو کې یې نه یوازې پېښې ډېرې شوي، بلکې په لرې پرتو سیمو کې یې ګڼ‌شمېر کسان له کبله مړه شوي هم دي.

د داخله څانګې یو ډاکټر عبدالحق قاضي‌زاده بیا د دې ناروغي د زیاتوالي لامل د کورنیو بې‌غوري بولي. هغه د شري واکسین د دې ناروغي د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره ګڼي.

د هغه په خبره، په لرې پرتو سیمو کې خلک له واکسین څخه وېره لري یا هم ځینې وخت ورسره بې‌غوري کوي چې له کبله یې مثبتې پېښې زیاتېږي.

د ملګروملتونو د راپور د معلوماتو پر بنسټ، د شري ناروغي ځکه د افغانستان ټولو سیمو ته رسېدلې چې واکسین یې په سم ډول نه دی شوی.

د ملګرو ملتونو له لوري د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د روان میلادي کال په لومړیو اتو میاشتو کې نږدې ۶۵ زره او ۴۷۰ افغان ماشومان پر شري ناروغي اخته او ۳۶۷ نور یې له کبله مړه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام