د هلمند روغتیايي مسوولان وايي چې د تېرو کالونو په پرتله سږکال په دغه ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.

د هلمند د بُست روغتون د ماشومانو څانګې رییس ډاکتر عبدالتواب بریال سلام‌وطندار ته وايي چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال پر شري ناروغۍ د اخته ماشومان په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، سږکال پر شري ناروغۍ د اخته ماشومانو د ډېروالي ترڅنګ له یادې ناروغۍ څخه د ماشومانو د مړینې شمېرې هم زیاتې شوې دي.

په ورته مهال ډاکټر بریال زیاتوي چې د شري ناروغۍ پر وړاندې د ماشوم نه واکسین او په کلیوالو سیمو کې د یو‌شمېر کورنیو له لوري ماشوم ته په خپل‌سري توکه درمل ورکول، هغه څه دي چې د ماشومانو د مړینې لامل کېږي.

بل‌خوا د هلمند د عامې روغتیا رییس ډاکتر سید‌احمد سعید په دغه ولایت کې پر شري ناروغۍ د اخته ناروغانو زیاتوالی تاییدوي.

د هغه په وینا، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په بُست روغتون کې په ورځنۍ کچه پر شري اخته سل ماشومان بسترېږي او له امله یې له دوو تر درېوو ماشومان هم خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د هلمند ولایت د عامې روغتیا رییس همداراز وايي چې د موسم بدلون له امله د یادو ناروغانو شمېرې له سلو ۹۵ ته راښکته شوې دي. سیداحمد سعید زیاتوي، که چېرته کورنۍ د شري پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي، دغه ولایت کې د شري ناروغۍ راکمه شي.

د هلمند له نادعلي او نهرسراج ولسوالیو څخه د دغه ولایت مرکز بُست روغتون ته راغلې دوه مېرمنې سلام‌وطندار ته وايي چې په سیمه کې یې روغتون نه‌شته او له همدې امله اړ شوې چې پر شري اخته ماشوم دغه روغتون ته د درملنې لپاره راولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 له کورنیو د روغتیاپالانو غوښتنه دا ده چې د شري او نورو ناروغیو پر وړاندې خپل ماشومان واکسین کړي، څو پر یادو ناروغیو له اخته کېدو په امن کې پاتې شي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام