د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، په تېرو څو میاشتو کې پر یادې ناروغۍ د اخته ماشومانو پېښې په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو دي.

دغه سازمان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې اوس یوازې هرات کې د ورځې پر شري ناروغۍ د اخته کسانو تر ۴۵ پېښې ثبتېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د بې‌پولې ډاکټرانو سازمان زیاتوي چې کم‌عمر لرونکي ماشومان په ځانګړې توګه هغه کوچنیان چې پر خوارځواکۍ اخته دي، تر نورو زیات له شري ناروغۍ څخه زیان‌لیدونکي دي، ځکه په دوی کې د دې ناروغۍ د شدت احتمال زیات دی.

د دغه سازمان په وینا، د شري ناروغۍ ساري ده او یوازې د واکسین په کولو سره یې مخه نیول کېدای شي. تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان هم افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدو څخه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د روغتیا د نړیوال سازمان له ویاندویانو څخه کرستین لنډمایر ویلي و چې افغانستان کې د شري ناروغۍ په زیاتېدو سره، یوازې تېره میلادي میاشت «جنوري» کې تر ۱۵۰ زیات ماشومان مړه شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویاند د خبرداري ترڅنګ ټینګار کړی وو، ښايي راتلونکو اوونیو کې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لازیات شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت که څه هم په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د روغتیا د نړیوال سازمان په پرتله کم بولي، خو ټینګار کوي چې د تېر کال په پرتله د یادې ناروغۍ له امله د ماشومانو مړینه ډېره زیاته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام