Asset 1SWN

د پولیو اړوند د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان پر کار د روغتیا وزارت نیوکه

Polio-2-p1xhmhur3u0zumbdzkb70zjb1v6yxm088qcy3t9w30

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف اداره چې ماشومانو ته د پولیو واکسین د پروګرام مسوولیت لري، په سم ډول یې خپل کار نه دی کړی او دغه وزارت ته یې په راپور ورکونه کې لازمه روڼتیا نشته.

د روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید مجروح نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، هغه څه چې اوس په افغانستان کې د پولیو په اړوند پروګرام کې ترسره کېږي، د روغتیا وزارت او افغان حکومت لپاره د منلو نه دي.

د نوموړي په وینا، سره له دې چې د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان له لوري د پولیو د مخنیوي په برخه کې د پام وړ پیسې لګول کېږي، خو په هېواد کې د ماشومانو د فلج پېښې د اندېښنې وړ دي.

هغه وايي، یوازې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د پولیو ۵۶ مثبتې پېښې په ټول هېواد کې ثبت شوې دي او په وینا یې، په ۲۰۱۹ کال کې یوازې ۲۹ مثبتې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام