د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو  ته د رسېدو کمېسیون بېرته فعالېدل؛ د ژورنالیستانو فدراسیون د هغه پر بشپړ خپلواکۍ ټینګار وکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډه کې د رسنیزو  شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د بېرته فعالېدو خبر ورکړ.

ا.ا د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د بېرته فعالېدو خبر ورکړ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال ذبېح‌الله مجاهد د مطبوعاتو نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډه کې د رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته د رسېدو کمېسیون د بېرته فعالېدو خبر ورکړ.

ترکیه کې د افغان سیاستوالو ناسته؛ مجاهد: که د هېواد ناامنه کولو لپاره وي، پروړاندې یې درېږو

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد په ترکیه کې د افغان سیاسي مشرانو د غونډې په تړاو وايي، که دغه غونډه د افغانستان د سولې او ارامۍ له پاره جوړه شوي وي، ورڅخه هرکلی کوي او که د افغانستان بې‌ثباتۍ لپاره وي، ورسره به مقابله وکړي.

بادغیس کې د نري رنځ ناروغۍ خپرېدل؛ درېوو میاشتو کې ۵کسان مړه او ۲۷۱ پرې اخته شوي

د بادغیس روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي. دوی د یادې ناروغۍ د خپرېدو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د روان کال په لومړیو میاشتو کې پر یادې ناروغۍ ۲۷۱ کسان اخته شوي او ۵ کسان ترې مړه شوي دي.

د نوري فایبر پرمټ د هلمند ښوونځي له نړۍ سره نښلول کېږي

د هېواد په سوېلي حوزه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت مسوولان وايي چې د نوري فایبر پرمټ، داسې یو پروګرام تر لاس لاندې لري چې له مخې به یې، د هلمند د مرکز شپږ ښوونځیو او د دغه ولایت د ولسوالیو ځينې ښوونځیو ته انټرنټي خدمتونه وړاندې کړي.

ټلوېزیونونو ته د ا.ا تازه حکم؛ ښځینه ویاندویانې باید مخونه پټ کړي

طلوع‌نیوز خصوصي ټلوېزیون ویلي چې اسلامي امارت په یوه تازه حکم  کې د موبي‌ګروپ له ټولو تصویري شبکو غوښتنه کړې چې له دې وروسته، د یادې شبکې ټولې ښځینه ویاندویانې د ټلوېزیوني خپرونو د مخته وړلو پرمهال باید خپل مخونه پټ کړي. د اسلامي امارت تازه امر پر ټولنیزو رسنیو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.