د بادغیس روغتیايي مسوولان په دغه ولایت کې د نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکوي.

دوی د یادې ناروغۍ د خپرېدو له امله د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د روان میلادي کال په لومړیو  درېوو میاشتو کې پر یادې ناروغۍ ۲۷۱ کسان اخته شوي او ۵ کسان ترې مړه شوي دي.

د بادغیس د عامې روغتیا ریاست د لابراتوارونو مسوول شفیق‌احمد سلطاني سلام‌وطندار ته وايي چې تېرکال په دغه ولایت کې د توبرکلوز ۱۱۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې چې له ډلې یې ۱۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سلطاني زیاتوي، هڅه کوي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یادې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په موخه د درملنې تجهیزات زیات او امکانات ورته برابر کړي.

په ورته مهال بادغیس کې د داخلي ناروغیو متخصص عبدالرزاق وايي چې د توبرکلوز ناروغۍ ساري ده او کولای شي چې د اخته کس، زړه او تنفسي سېسټم ته زیان ورسوي او د نوموړي د مړینې لامل شي.

بل‌خوا د بادغیس اوسېدونکي او مدني فعالان له مسوولانو غواړي چې په دغه ولایت کې د توبرکلوز ناروغۍ د مخنیوي په پار عملي او جدي اقدامات وکړي.

د بادغیس روغتیايي مسوولان د یادې ناروغۍ د خپرېدو اصلي لاملونه د مواصلاتي لارو تړل کېدل، د خلکو کمزوری اقتصاد او د دغې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین نه پلې کېدل په ګوته کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې دوی د بادغیس له ټولو اوسېدونکو غواړي چې د یادې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي په برخه کې له محلي مسوولانو سره همکاري وکړي، څو وکولای شي، دغه ناروغۍ کنټرول او له منځه یوسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام