Asset 1SWN

تېر کال هېواد کې د نري ‌رنځ له کبله ۹۸۰۰ کسان مړه شوي

1800x1200_what_does_covid_do_to_your_lungs_ref_guide-p4oq312bols15z15be2e006p3tgfovewr9beyqjrew

د نري ‌رنځ ناروغۍ يا د سل نړیوالې ورځې سره هم مهاله د روغتیا وزارت مسولانو وايي، په تېر کال کې نږدې  ۵۰ زره کسان په نري ‌رنځ يا سل ناروغۍ اخته شوي دي.

د عامې ورغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح وايي، له دې شمېر څخه ۹ زره ۸۰۰کسان د یادې ناروغۍ له کبله مړه شوي دي چې د مړیني دغه شمېر د کورونا ویرس په پرتله درې برابره ډېر دی.

د وحيد مجروح په وینا، د کورونا ویروس د خپرېدو پرمهال د روغتیايي کارکوونکيو لپاره دا ستونزمنه کړې چې د نري ‌رنځ ناروغۍ مخنیوي لپاره ډېر کار وکړي او ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو تشخیص او تداوي شوي نه دي.

نوموړی زياتوي، ډېر شمېر ناروغان چې په نري ‌رنځ ناروغۍ اخته وو ښځې وې چې په سلو کې ۵۷ سلنه ښودل شوي.

نامناسب خواړه، د بدن ټيت معافیت او د ښځو د ژوند ډول، د دغې ناروغۍ پر وړاندې د هغوی د زیانمېدو کچه لوړوي.

په ورته وخت کې د توبورکلوز د مخنیوي بورډ ريیسه سیما ثمر وايي، په ملي او نړیواله کچه په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي ژمنتیا مهمه ده او باید د دې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول لپاره هڅې دوام پیدا کړي.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان مسولان وايي، د کورونا ویروس د خپرېدو پرمهال د نري ‌رنځ ناروغۍ ناروغان شاته پرېښودل شوي چې دا ستونزه د دې لامل شوې چې د یادو ناروغانو روغتیايي خدماتو ته لاس‌رسی کم شي.

 دغه سازمان له بهرنیو ملاتړ کوونکيو غواړي چې په افغانستان کې د نري ‌رنځ ناروغۍ د مخنیوي لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام