د عامې روغتیا وزارت د وياند مرستياله معصومه جعفري وايي، ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۵زره هېوادوال د ککړې هوا له کبله د تنفسي او د زړه پر ناروغیو اخته شوي او مړه شوي دي.

جعفري وايي، روغتيا ته د نه پاملرنې په حال کې ښايي په هېواد کې د هوا ککړتيا له کبله د افغانانو د مړينې کچه لوړه شي.

د داخلې برخې ډاکټر علي بېګزاد په دې اړه سلام‌وطندار ته وويل، هغه کسان چې د هوا ککړتيا له کبله پر تنفسي ناروغيو اخته دي، په روغتيايي مرکزونو کې د ناروغانو ۶۰ تر ۷۰ سلنه جوړوي.

بېګزاد په دې اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل، په هېواد کې د هوا ککړتيا تر پخوا د تنفسي ناروغيو د پېښو د ثبت شمېرې زياتې کړې دي.

د کابل د چاپېريال ساتنې ادارې رييس کاظم همایون د ککړې هوا په اړه سلام‌وطندار ته وايي، دې ادارې د هوا ککړتيا له زياتوالي د مخنيوي لپاره لازم ګامونه پورته کړي دي.

د چاپېريال ساتنې ادارې مسوولان د غير معياري سون‌توکيو، د سړک ستونزې، د کاناليزيسيون سيسټم نه موجوديت او د هوا ککړتيا مخنيوي کې د خلکو نه همکاري هغه جدي عوامل ګڼي چې د کابل ښار د هوا ککړتيا يې زياته کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام