د هېواد په کچه په ۲۰۲۰ کال کې ۵زره کسان د تنفسي او زړه ناروغیو له کبله مړه شوي

د عامې روغتیا وزارت د وياند مرستياله معصومه جعفري وايي، ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۵زره هېوادوال د ککړې هوا له کبله د تنفسي او د زړه پر ناروغیو اخته شوي او مړه شوي دي.

جعفري وايي، روغتيا ته د نه پاملرنې په حال کې ښايي په هېواد کې د هوا ککړتيا له کبله د افغانانو د مړينې کچه لوړه شي.

نن په دوحه کې د سولې بین‌الافغاني خبرو دویم پړوا پیلېږي

د ملي پخلاینې عالي شورا ویاند فريدون خوځون چې په قطر کې د دویم پړاو خبرو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته تللی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، د افغانستان دولت د سولې مرکچي پلاوی به نن د طالبانو له مرکچي پلاوي سره بسټنیزې خبرې پيل کړي.

د خوځون په وینا، د افغان دولت مرکچي پلاوي نن خپل منځي ناسته درلوده او له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي.

اوزبکستان او تاجکستان افغانستان ته خپله صادراتي برښنا کمه کړې

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، اوزبکستان او تاجکستان افغانستان ته د خپلې برښنا صادرات کم کړي.

له ياد شرکته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اوزبکستان افغانستان ته خپله برښنا له ۳۰۰ میګاواټو څخه ۱۵۰میګاواټو ته راښکته کړې ده.

هېواد کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې څه باندې ۴۰ زره افغانان وژل شوي

ولسمشر محمد اشرف غني له سي‌ان‌ان ټلویزون سره یوه تازه مرکه کې ويلي، افغانستان کې له ۲۰۱۵ کال راهیسې تراوسه څه باندې ۴۰ زره نظامي او ملکي وګړي وژل شوي. ولسمشر ویلي، همدغه موده کې ۹۸ امریکايي سرتېري هم وژل شوي دي.

جمهور رييس داسې مهال له ۲۰۱۵ کال راهیسې افغانستان کې د څه باندې ۴۰ زره افغانانو د وژل…

د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر درېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ له دوشنبې ورځې به د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر ودروي او له هغه وروسته به یې هېڅ ډول پېژندپاڼه تایید نه کړي.

بغلان او دايکندي کې د سړک غاړې ماين چاودنې؛ ۴ وژل شوي او ۶ ټپيان دي

د بغلان او دايکندي امنيتي مسوولان تاييدوي چې د سړک غاړې ماین چاودنو کې ۴ کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.

د بغلان د امنيې قومندانۍ وياند احمد جاوېد بشارت ویلي، چاودنه د جمعې په ماښام د پلخمري ښار یوه ګڼه ګوڼه سیمه کې د پولیسو په رنجر موټر شوې.

د یوسف رشید د وژنې په تور ۳ کسان نیول شوي

 

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د افغانستان د ازدو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا د فیفا اجراييوي مشر یوسف رشید د وژنې په تور یې ۳ کسان نیولي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.

نوموړي لیکلي، ځینې نور کسان هم دغه وژنه کې لاس لري.