د عامې روغتیا وزارت وايي چې کورونا په تېره یوه شپه او ورځ کې ۱۲ کسان مړه کړي او ۸۴ نور پرې اخته شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېرو څلېرویشت ساعتونو کې یې د ۱۰۰۳ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په یاده موده کې ۳۰۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۳ زره او ۴۶۲ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲ زره او ۲۷۹ هغه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت وايي، په یاده موده کې ۴۳ زره او ۷۴۰ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي. د روغتیا وزارت د راپور له مخې، تر اوسه ۲۱۳ زره او ۲۰۷ کسانو په ټول هېواد کې د کورونا ټېسټونه کړي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۸۹ میلیونه او ۳۸۱ زرو نه ډېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې له یو میلیون او ۹۲۲ زرو نه ډېرو هغو خپل ژوند بایللی او له ۶۴ میلیونه او ۴۱ زرو نه ډېر نور بېرته رغېدلي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر ټولو ډېر کسان په‌کې پر کورونا اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا بیا هغه هېواد دی چې کورونا ترې ډېره قرباني اخیستې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام