Asset 1SWN

سلام وطندار

کورونا؛ تېره يوه شپه او ورځ کې ۵ کسان مړه شوي ۳۶ پرې اخته شوي

2020-08-25t000000z_502161141_mt1ltana000ewnigy_rtrmadp_3_afghanistan-asia-coronavirus-covid-19-isolation-mask-middle-east-pandemic-quarantine-p18uw7j6pb6h1wc1e0u4qufgqo7mgr72iq52yxxl04

د عامې روغتیا وزارت وايي، کورونا په تېره يوه شپه او ورځ کې ۵ کسان مړه کړي او ۳۶ نور پرې اخته شوي دي. دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، دومره موده کې يې د ۸۸۲ شکمنو کسانو نمونې کتلي.

د ياد وزارت په راپور کې راغلي، په همدې موده کې له کورونا ۳۱ کسان بېرته ښه شوي هم دي. د راپور پربسټ، تازه پېښې په ۱۱ ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتيا وزارت د راپور له مخې، تراوسه په هېواد کې ۲۳۷ زره او ۱۸۵ کسان چې د کورونا شک پرې کېده، کتل شوي دي.

له دې ډلې، هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۴ زره او ۵۹۵ کسان پر دغه ویروس اخته شوي دي او ۲ زره او ۳۷۸ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

همداراز له پيله تراوسه ۴۶ زره ۹۴۳ کسان بېرته روغ شوي دي.

په نړۍ کې بیا تراوسه له ۹۸ میلیونه او ۷۸۷ زره کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له دوه میلیونه او ۱۱۷ زرو نه ډېرو یې خپل ژوند بایللی او له ۷۰ ميليونه او ۹۹۴ زرو نه ډېر یې بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل، روسیه او انګلستان هغه هېوادونه دي چې تر اوسه په‌کې د کورونا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. امریکا بیا د نړۍ په کچه هغه هېواد دی چې د کرونا له پيله تراوسه په‌کې له ۴۲۴ زرو نه ډېر يې مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام