Asset 1SWN

سلام وطندار

کورونا تېره يوه شپه او ورځ کې۳ کسان مړه کړي او ۷۶ پرې اخته شوي

Corona-6-p1qh5azkxdyt37zl595z0hqyowsd7w06423rgt2npw

د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېره يوه شپه او ورځ کې  د کورونا  ۱۸۴۷ شکمنې پېښې کتل شوي چې له دې ډلې ۷۶ يې مثبتې ختلې دي.

دغه مثبتې پېښې په کابل، هرات، کندهار، بلخ، ننگرهار، تخار، بغلان، کندز، بدخشان، کاپیسا، هلمند، کونړ، غور او سرپل ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه وزارت نن په خپل ورځني راپور کې ویلي، په دومره موده کې  د کورونا ۳ ناروغان په هرات او کونړ کې مړه شوي او ۲۵ ناروغان په کابل، تخار او کندهار کې ښه شوي دي.

له دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۵۴ زره او ۵۵۹ ته ورسېدې چې له دې ډلې ۴۶ زره او ۹۱۲ يې بېرته ښه شوي دي او ۲ زره او ۳۷۳ يې مړه شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام