په تېر ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان ښوونیز او زده‌کړه‌ییز نظام له سیاسي او د کورونا ویروس د خپرېدو له امله له ګڼو ننګونو او لوړو او ژورو سره مخ و.

د ۲۰۲۱ کال په اپرېل میاشت کې ښوونځي او پوهنتونونه د دوو میاشتو لپاره پرانیستل شول او په نورمال ډول یې دوام درلود، خو د کورونا ویروس خپرېدو ښوونیز او زده‌کړه‌ییز بهیر ته زیان ورساوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دې سره هم‌مهاله، اړوندو ادارو ښوونځي او پوهنتونونه تعطیل کړل او له لرې لارې یې ښوونیز سیستم ته دوام ورکړ، خو دغه کړنلاره د زده‌کونکو او زده‌کړیالانو له نیوکو سره مخ شو.

د ښوونځیو او پوهنتونونو له تعطیلۍ دوه میاشتې وروسته د پوهنې او لوړو زده‌کړو وزارتونو جولای میاشت کې اعلان وکړ چې ښوونیز او تحصیلي بنسټونه په تدریجي توګه پرانیستل کېږي، دا داسې مهال و چې یو په بل پسې د ولسوالیو د سقوط رپوټونه خپرېدل.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه چې د روان لمریز کال د زمري له ۲۴مې سره برابره وه، هېواد په بشپړ ډول د اسلامي امارت لاس ته ولوېد.

په پیل کې اسلامي امارت د زده‌کونکو د ښوونې او زده‌کړو پر وړاندې څرګند سیاست اعلان نه کړ، خو یوه میاشت وروسته، د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د یوې ویناپاڼې په ورکولو سره، هلکانو ته اجازه ورکړه چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو ته دوام ورکړي، خو نجونو ته د زده‌کړو اجازه ور نه کړل شوه.

مهربان چې د دولسم ټولګي زده‌کونکې و او تمه یې درلوده چې د کانکور ازموینې په ورکولو سره پوهنتون ته بریالی شي، وايي چې د کورونا ویروس خپرېدو او تر هغې وروسته د اسلامي امارت واکمنېدو یې ټولې هیلې ورڅخه واخیستې.

د ملګروملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان یا یونسکو په سپټمبر میاشت کې وویل چې افغانستان په ښوونیزه برخه کې د نسل له ناورین سره مخ دی، داسې چې ښوونځیو ته د نجونو نه پرېښودل، افغانستان کې پر تلپاتې پرمختیا منفي اغېز کوي.

د اسلامي امارت له لوري ښوونځیو ته د نجونو نه پرښودو، په هېواد او نړیواله کچه نیوکې راپورته کړې. تازه اسلامي امارت بیا ویلي چې د نجونو د ښوونځیو پرانیستو لپاره پر یوې طرحې کار کوي.

د پوهنې وزارت پخوانی معین او د پوهنې برخې کارپوه صدیق پتمن ۲۰۲۱ کال کې د ښوونیز وضعیت څرنګوالي په اړه وايي چې ۲۰۲۱ کال د نجونو او هلکانو لپاره ښه نه وو، ځکه د نجونو ښوونځي بند کړل شوي وو او د هلکانو په ښوونځیو کې بیا د ښوونکو د کمښت ستونزې دغه بهیر ټکنی کړی وو.

د زمري له ۲۴ مې شاوخوا څلور نیمې میاشتې وروسته پوهنتونونه اوس هم  تړلي دي او د بیا پرانیستو په اړه یې هم مالومات نشته.

د اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزارت مسوولانو له لوري چې کومه وروستۍ غونډه ترسره شوه، د دغه وزارت سرپرست د پوهنتونو د بیا پرانیستو طرحې یادونه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو تراوسه معلومه نه ده چې ایا راتلونکي کال کې به له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه فعالیت پیل کړي یا نه او دا چې اسلامي امارت د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پرانیستو لپاره څه اقدامات ترلاس لاندې لري.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام