د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.

دغه بنسټ د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د ملکیانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سره صلیب خبرپاڼه لیکي چې ښځې او ماشومان د ملکیانو د مرګ‌ژوبلې کچې شاوخوا نیمايي برخه جوړوي او په منځنۍ کچه هره ورځ ۲۷۰ کسان چې سخت ټپونه لري، درملنې ته یې اړتیا پېښېږي.

د سره صلیب کمېټې ویلي چې له شپږ میاشتو راهیسې یې یوازې د کندهار په میرویس حوزوي روغتون کې د دوه‌زره او ۳۶۶ کسانو چې په جګړه کې ټپیان شوي وو، درملنه کړې ده. دا شمېرې د تېر کال په پرتله له دوه برابره ډېر دي.



د سره صلیب خبرپاڼه زیاتوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې د وجود د بیا پیاوړتیا په اوو مرکزونو کې له شاوخوا ۸۰ زره کسانو سره مرسته شوې ده.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان برخې رییسې ایلوا فیلیون ویلي چې دغې کمېټې په جګړه کې له ټولو ښکېلو لوریو غوښتي چې ملکیانو ته د لا زیان اوښتو مخه ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه پر ټویټر وڅارئ

د هغې په خبره، په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالي، د اوبو او برښنا ملي بنسټونو زیانمنېدو او له څلوېښت کاله ډېرې وسله‌والې جګړې دغه هېواد کمزوری کړی دی.

ایلوا فیلیون ټینګار کړی چې روغتیايي مراقبتونو ته لاسرسی په افغانستان کې تر ټولو مهمه بشردوستانه اړتیا ده او د سره صلیب کمېټه ژمنه ده چې د جګړې له کبله زیانمن شویو کسانو سره بیړنۍ بشردوستانه مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام