په بلخ ولایت کې د سولې په بهیر کې د مېرمنو اېتلاف له لوري د تلپاتي اوربند په موخه له ټول افغانستان څخه ۵سوه زره لاسلیکونه راټول شوي دي.

د سولې په بهیر کې د مېرمنو اېتلاف د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي چې تاوتریخوالی دې ودروي، د سولې خبرې دې چټکې کړي او د ټولنې د ټولو وګړو حقونه او لاسته راوړنو ته دې درناوی ولري.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه اېتلاف نن په بلخ ولایت کې د یوې ناستې پرمهال دولت او د طالبانو له مرکچي پلاوي ته په اشاره سره وویل چې د دوی له لوري راټول شوی هر لاسلیک د یوې مېرمنې غږ دی او طالبان باید د سولې په خبرو کې د دوی غوښتنو ته درناوی ولري.

په همدې حال کې د دغه اېتلاف غړې ساجده لیلما وایي چې راټول شوي لاسلیکونه  د غږ پورته کولو او د مېرمنو د حضور ښکارندوینه کوي چې نه غواړي د وروستیو کلونو لاسته راوړنې یې له منځه لاړې شي.



هغې وویل: «هغه بنرونه چې مونږ دلته لګولي د سولې ښکارندوینه کوي، څو هېواد کې مو تلپاتې سوله راشي. مونږ ډېرې ستونزې ګاللي چې د خلکو غږ مو تر دې ځای رسولی دی. په دغه پروګرام کې ۷۰ سلنه مېرمنو او ۳۰سلنه هم نارینه‌وو ونډه درلوده چې مونږ غواړو خپل غږ دولت ته ورسوو.»

 دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري جګړې ته زور ورکول او د یو‌شمېر ولسوالیو نیول سربېره لاهم د سولې بین‌لافغانو څرک نه لیدل کېږي چې دې چارې د خلکو جدي اندښنې را پورته کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام