د عطامحمد نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت ګوند مشر پرون یوې رابلل شوې غونډه کې د هېواد له سیاسي ګوندونو او پېژندل شویو څېرو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې د هېواد د دفاع لپاره سره راټول شي او ملي خوځښت دې رامنځ ته کړي.

نوموړي ویلي چې له دې وړاندې یې هم په وار-وار حکومت ته د هېواد او خاورې د دفاع لپاره د ملي خوځښت او ملي اجماع د جوړېدو وړاندیز کړی و، خو په وینا یي چې حکومت په دې برخه کې ناغېړي وکړه. نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد د دفاع او ساتنې په لاره کې د ملي خوځښت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي او په دې برخه کې دې د دوی د اړتیا وړ امکانات ورته برابر او په واک کې ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د سیاسي چارو شنونکي وایي چې د طالبانو پر وړاندې په شمال کې د جبهې جوړول به د جګړې په تګلارې کې د بدلون لامل شي.

د سیاسي چار شنونکی مصطفي عليزاده وایي، شمال په جدي توګه ناامن شوی او دولت په دې برخه هېڅ راز برنامه نه لري او په اوسني وضعیت کې د شمال د دفاع لپاره د اېتلاف جوړول، هیله‌‌بښوونکی دی او کولای شي، د جګړې تګلاره بدله کړي.

هغه وویل: «څه چې وینم دا دي چې د افغانستان د جګړې په تګلاره کې بدلون راغلی. جګړه له سوېل څخه شمال ته لېږدول شوې، هغه اجماع چې تمه ده د شمال د مشرانو او رهبرانو ترمنځ جوړه شي، کولای شي د طالبانو پر وړاندې یوه ستره او ځواکمنه اجماع واوسي.»



په همدې حال کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی بسم‌الله رنجبر وایي، د دا ډول اېتلافونو جوړول کولای شي، په لنډمهالې توګه جګړه راکمه او د امنیتي ځواکونو روحیه لوړه کړي، خو تر هغو چې د جګړې تګلاره منظمه او په بشپړه توګه بدله نه شي او د حکومت دننه د وسله‌والو طالبانو ملاتړ کوونکي ونه ځپل شي، وضعیت به په بنسټیزه توګه بدلون ونه مومي.

د دغو کارپوهانو په باور د وسله‌والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د هېواد د دفاع لپاره د دا ډول اېتلافونو جوړول، نېک اقدام دی، خو نه باید له دغو خوځښتونو څخه د وسیلې په توګه کار واخیستل شي، هغه ‌ډول چې د کورنۍ جګړې پرمهال رامنځ ته شوې وه.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام