د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري نن کابل کې د یوې خبري غونډې پرمهال د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د خدمتونو د وړاندې د څرنګوالي په اړه اندېښنې سره وایي چې د دغې ډلې له لوري د ولسوالیو نیولو سره، په دغو سیمو کې د ملکي خدمتونو چارې په ټپه درېدلي دي.

د نادري په وینا، طالبانو د یوشمېر ولسوالیو نیولو سره هم‌مهاله په دغو ولسوالیو کې د بنسټونو په ویجاړولو او لوټولو لاس پورې کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اداري سمونونو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس همداراز وایي چې د ګواښونو له کبله د ملکي خدمتونو نږدې ۵۰زره کارکوونکي په ځانګړې توګه مېرمنې له خپلو کورونو نه شي راوتلی او د پخوا په څېر عامه چوپړتیاوې نه وړاندې کوي.

نادري وایي چې د طالبانو له لوري د جګړې زیاتېدل، په هېواد کې ۱۳میلیونه افغانان عامه خدمتونو ته له لاسرسي څخه محروم کړي دي.

هغه زیاته کړه: «هغه شمېر ولسوالي چې طالبانو نیولي، هلته د عامه خدماتو چارې په ټپه ولاړې دي. د افغانستان د ملکي اداري ۲۶۰ودانۍ نیمې یا په بشپړه توکه ویجاړې دي. ۱۳ میلیونه افغانان د دولتي ادارو له خدمتونو بې برخې شوي.»

د اداري سمون او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رییس د طالبانو له کړنو څخه د نیوکې په توګه وایي، که څه هم خلک او عامه تاسیسات له تيري څخه خوندي دي، خو دغه ډله پرته له دې چې دغو مسایلو ته پام وکړي، پر جنایت لاس پورې کوي.



په ورته مهال د طالبان یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د نادري دغه څرګندونې ردوي او وایي چې د دغې ډلې تر ولکې لاندې سیمو کې د خدمتونو وړاندې کول، د پخوا په څېر روان دي.

نوموړی همداراز وایي چې د دوی تر کنټرو لاندې سیمو کې د ملکي خدمتونو پر وړاندې کول، هېڅ راز بندیز نه دی لګول شوی.

هغه وویل: «په بشپړه توګه ناسمه ده. په ۱۹۳ ولسوالیو کې امنیت خوندي دی. کارونه له سره پیل شوي او سوداګریز او ښوونیز مرکزونه فعال دي. له هغو ادارو چې خدمتونه وړاندې کوي، غوښتل شوي چې خپل کارونه بېرته پیل کړي او زمونږ په همکاري ښه خدمات وړاندې کړي. د کورونا له امله ښوونیز مرکزونه تړلي او که چېرته رخصتي پای ته ورسېږي، مونږ چمتو یو چې ښوونځي او لیسې فعالې کړو.»

د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ملکي خدمتونو د نه وړاندې کولو، اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې طالب ډلې له دوو میاشتو راهیسې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او یو‌شمېر ولسوالۍ یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام