Asset 1SWN

سلام وطندار

طالبانو کندهار کې څلور کیلومټره سړک او ۲۰ پلونه ویجاړ کړي

01

په کندهار کې یوه امنیتي سرچینه د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته ویلي چې وسله‌والو طالبانو بېګاه د کندهار ښار‌-‌ارغستان ولسوالي ترمنځ څلور زره متره سړک او ۲۰ پلونه ويجاړ کړي دي.

ارغستان په کندهار کې یوه ناامنه ولسوالي چې ځینې لارې یې له پخوا هم د طالبانو له لوري د خلکو پر مخ تړلې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو تېره اوونۍ هم د شاه‌ولي‌کوټ او کندهار ښار ترمنځ د غځېدلي سړک یوه برخه هم په بېلدوزر ویجاړه کړې وه.

عام خلک د طالبانو دغه کار غندي او په وینا یې، ټول زیان یې دوی ته رسېږي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام