په وروستیو دوو میاشتو کې د هېواد پر بېلابېلو سیمو او ولسوالیو د طالبانو بریدونه ډېر شوي او یو‌شمېر ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو تر شاتګ وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلي دي. د حکومتي چارواکو په وینا، طالبان د ولسوالیو له نیولو وروسته، ودانۍ او نورو عامه تاسیساتو ته چاودنې ورکوي او ان د ملکي سیمو او د خلکو کورونه یې وېجاړ کړي دي.

په وروستي او تازه پېښه کې دغبرګولي میاشتې په ۲۵مه کله چې طالبانو د فراه ولایت د انار درې ولسوالي ونیوله، نو دغې ډلې د دې ولسوالي ودانۍ په بمونو والوزوله او له منځه یې یوړه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو طالبان دا ادعا ردوي او وايي، دوی له عامه تاسیساتو ساتنه کوي او د ولسوالیو د ودانیو ویجاړول، د امنیتي ځواکونو د بریدونو د مخنیوي لپاره کوي.

د وسله‌والو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي چې د خلکو په کورونو او عامه ملکیتونو برید، د دې ډلې کار نه دی.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، د افغانستان ورانول د طالبانو موخو څخه دي او د دغې ډلې له خوا د عامه تاسیساتو د ورانولو سلګونو مواردو څخه شواهد هم شتون لري.



هغه زیاته کړه: «در مجموع هدف طالبان ویرانی افغانستان و بردن افغانستان به گذشته‌های تاریک است، در هر جایی که کنترول پیدا می‌کنند نخستین کاری که می‌کنند زیربنا ها را تخریب می‌کنند پل و پلچک را تخریب می کنند تاسیسات عام المنفعه را تخریب می‌کنند شفاخانه و مکتب را تخریب می‌کنند، و این میلیون‌ها افغانی به اقتصاد افغانستان آسیب می‌رساند، هم‌وطنان ما را به مشکل روبه رو می‌کند».

په دې وروستیو دوو میاشتو کې د نښتو او امنیتي ځواکونو د شاتګ له امله، تر سلو زیاتې ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي او له همدې کبله په ځينو ولسوالیو کې د خلکو کورونه وران شوي او بازارونه یې سوځېدلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام