د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو په دوام، پرون یو خبریال حمید سیغاني د کابل ښار په دشت برچي کې د شوې چاودنې له کبله ووژل شو. یوشمېر خبریالان اندېښنه ښيي چې نه یوازې د افغان خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او تاوتریخوالی ډېر شوی، بلکې د کار او ژوند خوندیتوب هم نه لري.

یو خبریال منصور نیازی وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه په ډېرېدو دي او نوي نظام له لوري یې د مخنیوي په برخه کې هېڅ کار نه دی شوی. هغه زیاتوي چې د خبریالۍ پر مهال د هېڅ ډول خوندیتوب احساس نه کوي او نه هم په دې برخه کې کوم تضمین شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه بله افغان خبریاله سهیلا یوسفي هم ټینګار کوي چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی په ډېرېدو دی او د خبریالانو او رسنیو ملاتړي بنسټونه هم په دې برخه کې کار نه کوي. د نوموړې په وینا، هېڅ خبریال د کار او ژوند خوندیتوب نه لري او سره له دې چې یوشمېر خبریالان له لاسه ورکوو، خو بیا هم ورته پام نه کېږي.

خو د خبریالانو او رسنیو د قضیو د څېړنې کمېټې غړی حجت‌الله مجددي وايي چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د هڅو له کبله د تېر په پرتله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی او لا یې هم لپاره کار کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

 دا په داسې حال کې دی چې د خبریالانو ځینو ملاتړو بنسټونو پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته څو ځله د خبریالانو د وضعیت خرابوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې سلګونه خبریالان له افغانستان څخه په وتلو دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام