د افغانستان او پاکستان سوداګري؛ دواړو هېوادونو د اسانتیاوو پر برابرولو هوکړې کړي

د سوداګرۍ او صنایعو چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وايي چې پاکستان ته د افغان پلاوي په وروستيو سفر کې پر یوشمېر سوداګریزو مسایلو هوکړې شوي چې په وینا یې، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ په برخه کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
د هغه په خبره، افغان ټرانسپورټ اوس کولای شي تر واګې او کراچۍ بندرونو پورې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ کمېسیون جوړ شوی

د صنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې پاکستان ته د دوی د سفر په ترڅ کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ابتا تړون بیا عملی کېدو، په دواړو هېوادونو کې د صنعت، پانګونې، ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې په ګڼو اسانتیاو هوکړه شوې ده.

افغان خبریالان د کار او ژوند خوندیتوب ته اندېښمن دي

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو په دوام، پرون یو خبریال حمید سیغاني د کابل ښار په دشت برچي کې د شوې چاودنې له کبله ووژل شو.
یوشمېر خبریالان اندېښنه ښيي چې نه یوازې د افغان خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او تاوتریخوالی ډېر شوی، بلکې د کار او ژوند خوندیتوب هم نه لري.

نیمروز کې د توليدي کارخونو فعالیتونه په ټپه درېدلي

په هېواد کې د وروستیو تحولاتو له امله د یو‌شمېر نورو ولایتونو ترڅنګ د نیمروز ولایت تولیدي کار خونې  هم د خامو موادو د نه‌شتون، بانکي او نورو ستونزو له امله یې فعالیتونه په ټپه درېدلي او  پانګوالو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

یونیسف: په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت ناهیلی کوونکی دی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې له وروستي یوه کال راهیسې په افغانستان کې د ماشومان وضعیت ناهیلی کوونکی شوی دی. یونیسف نن په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې جګړې، وچکالۍ او کورونا ویرووس، دغه وضعیت رامنځ ته کړی دی.

د کابل په پرونۍ چاودنه کې د اریانانیوز پخوانی کارکوونکی وژل شوی

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، د کابل په لوېدیځ د دشت برچي د «کولایی مهتاب‌قلعه» سیمې په پرونۍ چاودنه کې د اریانانیوز ټلویزیون پخوانی کارکوونکی حمید سیغاني وژل شوی دی. حمید سیغاني د اریانانیوز ټلویزیون د سیاسي خپرونو د ویاندې فوزیه وحدت خاوند و. مېرمن وحدت هم پر فېسبوک‌پاڼه د خپل خاوند د مرګ خبر تایید کړی.