د صنعت او سوداګرۍ چارو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې پاکستان ته د دوی د سفر په ترڅ کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ابتا تړون بیا عملی کېدو، په دواړو هېوادونو کې د صنعت، پانګونې، ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې په ګڼو اسانتیاو هوکړه شوې ده.

عزیزي وویل اوس افغان ترانسپورټ کولای شي چې تر واګې او کراچۍ بندرونو پورې د سوداګریزو توکو لېږد را لېږد وکړي. د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر په وینا، د افغاني توکو ځینې تعرفې معاف شوي او ځینې بیا راټیټې شوې دي. د نوموړي په وینا، د هندوستان هېواد په زرګونه ټُنه مرسته شوي غنم به هم د پاکستان له لارې افغان سوداګر را ولېږدوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

عزیزي وايي چې له پاکستان سره په یادو برخو کې ستونزې ۸۰ سلنه حل شوي او پاتې به په راتلونکو ناستو کې هوارې شي. نوموړی همداراز زیاتوي چې له دې وروسته به له بندرونو او سوداګریزو چارو څخه د دواړو لوریو له لوړپوړو چارواکو جوړ کمېسیون به څارنه کوي.

دغه راز پاکستان ته د تللي پلاوی غړی او د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد یونس مومند هم وویل چې له پاکستاني چارواکو سره یې خبرې د دواړو لوریو د سوداګرو په ګټه وې. نوموړي زیاته کړه چې د هوکړو له مخې، افغانستان به په یو نښلونکي هېواد بدل شي او ګټه یې هم مرکزي او هم سوېلي اسیا ته رسېږي. هغه څرګنده کړه چې د دوی ترمنځ به افغانانو ته ښې کاري زمینې برابرې شي.

«مونږ کولای شو خپل اموال له افغانستان څخه تر چین بندره او د تیر سازمان په واسطه تر کراچۍ او واګې بندره ورسوو او ان هغه هېوادونه چې د تیر سازمان غړي وو، په جنوبي اسیا کې مونږ کولای شو خپل انتقالات هغلته ولرو او دا د خوښۍ زېری دی. زمونږ په میلیاردونو ډالر چې مونږ ته زیان رسېدو په پورټ کې د درېدو له کبله وو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به تل د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ستونزې رامنځ ته وې او انګېرنې دا وې چې پاکستاني چارواکي د سوداګرۍ ستونزې په سیاسي ستونزو پورې تړي. یاده دې وي چې په تېرو حکومتونو کې هم د سوداګرۍ په برخه کې په وار وار هوکړې وشوې؛ خو په بشپړه توګه عملي نه شوې.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام