Asset 1SWN

کاپیسا کې د واورې ورېدو له امله د دوو ولسوالیو لارې تړل شوي

122222

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې نن دوشنبه، غويي لسمه، د واورې ورېدو له امله د دوو ولسوالیو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فایز سلام‌وطندار ته وايي چې د اله‌سای او تګاب ولسوالیو لویې لارې د واورې اورښت له امله د تګ‌راتګ پرمخ تړل شوي. د اله‌سای لویه لاره د داسکین او واشپي درې سیمه کې تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونه هڅې کوي، څو یادې لارې ژر تر ژره پاکې کړي. بل‌خوا د کاپیسا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس محمدصابر احمد سلام‌وطندار ته وايي چې د تګاب ولسوالي لارې د سېلاب د راوتلو له امله بندې شوې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد ولایت اوسېدونکي بیا وايي چې د واورې اورښت یې مېوې لرونکې ونې زیانمنې کړې دي. اله‌سای او تګاب د کاپیسا غرنۍ ولسوالي دي چې پراختیايي کارونه په‌کې کم شوي او سړکونه یې هم په سمه توګه نه‌دي رغول شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام