Asset 1SWN

د روزګان-کندهار لویه لاره د واورې اورښت له امله تړل شوې

۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت او کندهار ترمنځ غځېدلې لویه لاره د درنې واورې اورښت له کبله تړل شوې.

د روزګان امنیې قومنداني ویاند بلال روزګانی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه لویه لاره د کندهار شاولي‌ کوټ ولسوالي کې د اورښتونو پر مهال بنده شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، هڅې روانې دي، څو یاده لاره ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي.

بل‌ لور ته د کندهار په ډېری سیمو کې د باران ورېدو له امله سېلایونه راوتلي چې تراوسه د مالي او ځاني زیانونو د اوښتو په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

خو د کندهار ښاروالي ویاند سیف‌الله عاصم بیا وايي چې د کندهار ښار د ١٢ناحیې، څلورم ګذر کې د «حکيم صاحب هډې» سیمه کې د باران له امله يو کور نړېدلی دی. په دې پېښه کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په همدې حال کې د کندهار یو‌شمېر اوسېدونکو سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د یاد ولایت ځینو نورو سیمو کې هم سېلابونه راوتلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام