Asset 1SWN

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ټانکر موټر چپه‌کېدو له امله تړل شوې

bfa10192-5acb-49ea-b693-0778ca5a12ed

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د ماهیپر اړوند سیمه کې د ګازو د یوه ټانکر موټر د چپه‌کېدو له کبله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د ټولګټو وزارت نن دوشنبه د کب اتمه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې لویې لارې د پرانېستلو هڅې روانې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ماهیپر د ساتنې او څارنې پرسونل سیمه ته رسېدلی او ډېر ژر به دغه لاره بېرته پرانېستل شي.

په خبرپاڼه کې د یادې پېښې له امله د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کابل-جلال‌اباد لویه لاره د هېواد له مهو لارو څخه شمېرل کېږي چې ختیځ څلور ولایتونه له پلازمېنې سره نښلوي.

 سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم یاده لویه لاره د موټرو ټکر او سېلابونو راوتلو له امله په وار وار تړل شوې چې له څو ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام