Asset 1SWN

کلکته نن ای‌پي‌اېل کې له ډيلي سره لوبه کوي

۱۲۲

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن کلکته نایټ‌رایډرز لوبډله له ډیلي کپېټلز لوبډلې سره سیالي کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن دوشنبه، اپرېل ۲۸مه د هند د کلکتې په «اېډن ګارډنز کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

کلکته نایټ‌رایډرز چې دا مهال د سیالیو جدول په دویم ځای کې شتون لري، تراوسه په دغه لیګ اته لوبې کړي چې پنځه یې ګټلي او درې بایللې دي.

یادې لوبډلې په روان لوبو لیګ لوبو کې ډيلي کپېټلز ته په شوې لوبه کې د ۱۰۶ منډو په توپیر ماته ورکړې. ډيلي لوبډلې هم تراوسه لس لوبې کړي چې پنځه یې ګټلي او پنځه یې بایللې دي. دغه لوبډله د سیالیو د جدول په شپږم ځای کې دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی ګلبدین نایب هم تازه له دې لوبډلې سره یوځای شوی دی. نوموړی د اسټرالیا د مېچل مارش پرځای دې لوبډلې سره لوبېږي.

بل‌خوا بیا کلکته نایټ‌رایډرز سره د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دوه لوبغاړي رحمن‌الله ګربز او الله محمد غضنفر هم لوبه کوي، خو دواړو ته تراوسه دې لیګ کې د لوبېدو چانس نه‌دی ورکړل شوی.

له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ په شویو وروستیو پنځو لوبو کې ډيلي کپېټلز درې او کلکتې هم دوه ځلې لوبې ګټلې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادو سیالیو په بېګانۍ لوبه کې چینای سوپر کنګز لوبډلې سنرایزرز حیدراباد لوبډلې ته ماته ورکړه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام