Asset 1SWN

هلمند کې تېره میاشت د اورښتونو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ ټپیان شوي

سېلابونه

د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د تېرې وري میاشتې پرمهال د اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ۲۸کسان مړه او ۴۹ نور ټپیان شوې دي.

د مسوولانو په وینا، د سېلابونو ترڅنګ، توپانونو، ږلۍ او تالندې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هلمند د  امنیه قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني سلام‌وطندار ته وایې چې د سېلابونو له کبله ۵۷۴۷ کورونه، ۳۵۷ دوکانونه، ۲۶۳ د ویالو کوچني بندونه، ۵ روغتیايي مرکزونه، ۱۶۶پلونه، ۶۹۳ کارېزونه او ۴۸۲ سړکونه ویجاړ شوې دي.

د نوموړي په وینا، ۲۴مدرسې، ۱۰۷مسجدونه، ۲۹۰۴۶لمریزې تختې او نور زیانونه اړولې دي. همداراز ۷۹۳ څاروي او ۸۵ څاروي ورک شوې دي.

د هلمند د  امنیه قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني زیاتوي چې د وروستیو سېلابونو پرمهال د امنیتي ځواکونو له لوري په سلګونه ملکیان ژغورل شوي او خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د روانې غويي میاشتې له پیله هم دغه ولایت کې اورښتونه پیل شوي او لاهم روان دي چې تراوسه د سېلابونو راوتلو او له امله یې، د اوښتو زیانونو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام