Asset 1SWN

هلمند کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوي

D88F5CBB-5318-46FA-A158-2A63F698C483_cx0_cy8_cw0_w1200_r1

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په کجکي او بغني ولسوالیو کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوې دي.

د یادو ولسوالیو خلکو ته د شویو اورښتونو له کبله پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، اورښتونه پرون پنج‌شنبه، وري ۳۰مه پیل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چارواکو دا نه‌دي ویلي چې یاد کسان د دې ولسوالیو په کومو سیمو، څه وخت او څه ډول اورښتونو مړه کړې دي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي شېرمحمد وحدت سلام‌وطندار ته وویل: «نن مازدیګر په کجکي او بغني ولسوالیو کي زیات باران شوی چې لاهم شروع دي چې ورسره یې هېواد‌والو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. تراوسه څلور کسانو په‌کې ژوند له لاسه ورکړی  دی.»

د هلمند له کجکي او بغني ولسوالیو سربېره د دغه ولایت یو‌شمېر نورو ولسوالیو کې هم پسرلني اورښتونه پیل شوي چې ځینو سیمو ږلۍ لري او له امله یې سېلابونه هم راوتلي چې خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

له هلمند سربېره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د اورښتونو لړۍ روانه ده چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې خلکو ته مالي زیانونه هم اړولې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام