پاکستان کې ځانمرګی برید؛ دوه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي

د پاکستان کراچۍ ښار کې د بهرنیو وګړو پر موټر د ځانمرګي برید له امله دوه کسان وژل شوي او دوه نور کسان ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن جمعه، اپرېل ۱۹مه راپور ورکړی چې برید نن سهار د کراچۍ د «لاندهي په مانسهره کالونۍ» کې شوی دی. پولیسو رسنیو ته ویلي، یاد ځانمرګي برید کې بهرنیو وګړو ته زیان نه‌‌دی اوښتی.

ای‌پي‌اېل کې نن چینای له لکناو سره لوبه کوي

د هند کرېکټ غوره لیګ یا ای‌پي‌اېل سیالیو په ترڅ کې نن د چینای سوپر کنګز لوبډله له لکناو سوپر جاینټز سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې یاده لوبه نن جمعه د اپرېل ۱۹مه د هند د لکناو په «بهارت رتنا شري اتل بېهاري واجاپايي اېکانا کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.

هلمند کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوي

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په کجکي او بغني ولسوالیو کې د اورښتونو له امله څلور کسان مړه شوې دي.

د یادو ولسوالیو خلکو ته د شویو اورښتونو له کبله پراخ مالي زیانونه هم اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، اورښتونه پرون پنج‌شنبه، وري ۳۰مه پیل شوې دي.

پاکستان کې سېلابونه؛ بهرنیوچارو وزارت د قربانیانو کورنیو ته خواخوږي څرګنده کړې

د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د راوتلیو سېلابونو او د اوښتو مالي او ځاني زیانونو له امله دغه هېواد ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ا.ا د یادو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو او د دغه هېواد حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.

لوګر کې سېلابونو د یوه ښوونځي ودانۍ ویجاړه کړې

د لوګر پوهنې ریاست چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ازرې ولسوالي د «موسی‌خان» ښوونځي ودانۍ تېره شپه د سېلاب راوتلو له امله ویجاړه شوې.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب سلام‌وطندار ته وویل چې یاد ښوونځي ته د سختو اورښتونو له امله اوبه ورغلي او د ښوونځي ډېری درسي خونو ته زیان اوښتی دی.