د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې د راوتلیو سېلابونو او د اوښتو مالي او ځاني زیانونو له امله دغه هېواد ته خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ا.ا د یادو سېلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو په ځانګړې توګه د قربانیانو کورنیو او د دغه هېواد حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه لیکلي: «د افغانستان ا.ا پاکستان کې د وروستیو درنو اورښتونو او تندر له امله اوښتو ګڼو ځاني او مالي زیانونو په اړه د پاکستان حکومت او ولس په ځانګړي توګه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»
د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستیو درنو اورښتونو او تندر له امله اوښتو ګڼو ځاني او مالي زیانونو په اړه د پاکستان حکومت او ولس په ځانګړي توګه د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت د مراتبو په وړاندې کولو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي. pic.twitter.com/kfvMrGVzQn
— Abdul Qahar Balkhi (@QaharBalkhi) April 18, 2024
بلخي همداراز لیکلي: «د الله متعال له دربار څخه شهیدانو ته جنتونو او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.»
له نږدې یوې اوونۍ راهیسې د پاکستان او افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اورښتونو لړۍ پیل شوې چې تراوسه یې د ځاني زیانونو ترڅنګ خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولې دي.