Asset 1SWN

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین په بلنه دغه هېواد ته روان شوی

FJujKugXEAIYSm_

د بهرنیو چار وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین په بلنه د یوه پلاوي په مشري د «ټرانس همالیا فورم» درېیمې ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شوی دی.

ټاکل شوې چې د «ټرانس همالیا فورم» درېیمه ناسته د روانې اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه د چین په شي‌ژانګ ایالت کې جوړه شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د متقي په مشري یاد پلاوي سره د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري او نور مسوولان هم ملتیا کوي.

تکل چین ته د یاد افغان پلاوي د تلو کره نېټه نه‌ده په ډاګه کړې او نه یې هم ویلي چې متقي به د کومې اجنډا له مخې دغه ناسته کې ګډون وکړي.

نوموړي لیکلي:  «د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په مشري یو پلاوی د چين ولسي جمهوریت په رسمي بلنه د چین شي‌ژانګ ايالت اړوند د «ټرانس هماليا فورم» درېیمه ناسته کې د ګډون په موخه د چين په لور روان شو. پلاوي کې د اقتصاد وزارت معين ډاکټر عبدالطيف نظري او یو شمیر نور مسئولین شامل دي.»

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل په وینا امیرخان متقي به یاده ناسته کې د ګډون ترڅنګ د چین بهرنیو چارو وزیر او یو‌شمېر نورو هېوادونو له استازیو سره وګوري.

یادې ناستې ته د پاکستان لنډمهالي حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست جلیل عباس جیلاني هم وربلل شوی دی.

پاکستاني رسنیو نن سه‌شنبه د اکتوبر درېیمه راپور ورکړی چې جیلاني به یادې ناستې ته د وینا ترڅنګ د افغانستان او منګولیا د بهرنیو چارو وزیرانو سره هم لیدنې ولري.

د «ټرانس همالیا فورم» په ۲۰۱۸ کال کې د سیمه‌ییز اتصال، چاپېریال ساتنې او د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په موخه رامنځته شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یاد فورم دویمه ناسته په ۲۰۱۹ کې وشوه او له هغه وروسته چین کې د کورونا ویروس خپرېدو له امله د دغه فورم کلنۍ ناستې وځنډېدې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام