پر کډوالو د پاکستان حکومت فشارونو افغان کډوال پر اروايي ستونزو اخته کړي

بې‌برخلیکه ژوند، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې او د پاکستاني پوليسو له‌خوا له تاوتريخوالي ډک چلن هغه ستونزې دي چې په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.
دغو ستونزو افغان کډوال وېرولي او پر اروايي ستونزو یې اخته کړي دي. د بښنې نړیوال سازمان هم په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ټرافیکو ریاست په پنځو میاشتو کې ۱۸۰۰ بې‌اسناده برښنايي موټر ثبت کړي

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، په تېرو پنځه میاشتو کې یې د کابل ولایت په کچه ۱۸۰۰ تېزرفتاره، برښنایي او بې‌اسناده «یوکیلي» موټر ثبت کړي دي.
د ټرافیکو د عمومي ریاست د پلان او پالیسي مدیر عبدالودود خیرخوا سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو شمېرو پر بنسټ، یوازې په کابل ولایت کې د تازه ثبت شویو بې‌اسناده موټرو پنځه سلنه یې برښنایي موټر دي

ټرافیکو ریاست: تر راتلونکو لسو ورځو به د ټکسي موټرو د رنګولو بهیر پیل شي

د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي چې تر راتلونکو لسو ورځو به کابل ښار کې د ټکسي موټرو د رنګولو لړۍ پیل کړي.

دغه ریاست د ټکسي موټرو د رنګولو اړوند قراردادي شرکت څخه غوښتنه کړې چې د کابل په څلورو خواوو کې د ټکسي موټرو د رنګولو لپاره ورکشاپونه جوړ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چین په بلنه دغه هېواد ته روان شوی

د بهرنیو چار وزارت سرپرست امیرخان متقي د چین په بلنه د یوه پلاوي په مشري د «ټرانس همالیا» درېیمې ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته روان شوی دی.

ټاکل شوې چې د «ټرانس همالیا فورم» درېیمه ناسته د روانې اکتوبر میاشتې په څلورمه او پنځمه د چین په شي‌ژانګ ایالت کې جوړه شي.

د افغانستان بانک نن ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې نن سه‌شنبه د تلې «۱۱» لومړۍ نېټه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن سه‌شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.