بې‌برخلیکه ژوند، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې او د پاکستاني پوليسو له‌خوا له تاوتريخوالي ډک چلن هغه ستونزې دي چې په پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي. دغو ستونزو افغان کډوال وېرولي او پر اروايي ستونزو یې اخته کړي دي. د بښنې نړیوال سازمان هم په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د دغه هېواد د پولیسو چلن په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه سازمان پر اېکس لیکلي چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه بې‌غوري کوي. د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: «دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې نړیواله ټولنه په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت ته هېڅ پام نه کوي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په پاکستان کې له درې میلیونه څخه ډېرو افغان کډوالو یوه برخه هغه کسان دي چې په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د امنیتي اندېښنو له امله دغه هېواد ته ورغلي او د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې امریکا، کاناډا، اسټرالیا او اروپا ته د رسېدو په تمه شپې او ورځې تېروي.

په پاکستان کې یو افغان کډوال میرویس ځاځی چې په افغانستان کې د تېر اسلامي جمهوریت له ړنګېدو وروسته دغه هېواد ته تللی او اوس هلته کوم خوندي هېواد د انتظار شېبې شماري.

هغه وايي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له اقتصادي، امنیتي، ټولنیزو، روغتیايي او نورو ستونزو سره مخامخ دي او دغه وضعیت هغوی پر اروايي ناروغیو هم اخته کړي دي.

بله‌خوا په پاکستان کې د افغان کډوالو شورا مرستیال عبدالبصیر وصال هم په پاکستان کې د افغان کډوالو روحي او اروايي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي، په دغه هېواد کې د پولیسو له لوري د کډوالو د نیولو لړۍ په چټکتیا سره دا ستونزې نورې هم ډېرې کړې دي.

هغه چې د جمهوریت پر مهال څارنوال و او ټاکل شوې کوم بل هېواد ته ولاړ شي وايي، په وروستیو میاشتو کې درېوو افغانانو په پاکستان کې د بې‌برخلیکه ژوند او اقتصادي ستونزو له امله ځان‌وژنې کړې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په پاکستان کې د افغان کډوالو د شورا مرستیال وايي چې د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره یې نړیوالو ادارو ته هم مراجعه کړې ده، خو تر اوسه یې غږ نه‌دی اورېدل شوی. هغه زیاتوي: «ملګري ملتونه افغان کډوالو ته هېڅ پام نه کوي. له هغوی سره یې هېڅ ډول مرسته نه‌ده کړې. همدا اوس هم دوی او هم یې بچیان بې‌برخلیکه دي او ماشومان یې له زده‌کړو پاتې دي.

د يادونې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تازه افغان کډوالو ته ۲۷ ورځې وخت ورکړی چې له دغه هېواد څخه ووځي او په وینا یې، که ناقانونه کډوال تر یادې نېټې خپل هېواد ته ستانه نه‌شي، دوی به یې ونیسي او په زوره به یې له هېواده وشړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام