د اریانا نیوز ټلوېزیون د خبرونو ویاند فردین امیني د کورنۍ غړي د کورنیو چارو وزارت هغه ادعا چې امیني ځان‌وژنه کړې، نه مني او وايي، هغه وژل شوی دی.

د فریدن امیني کاکا شیرعابدین امیني وايي، حکومت له مسوولیت نه ځان اېستلو لپاره دا پېښه ځان‌وژنه بولي.

شیرعابدین زیاتوي، فردین له ګواښ سره مخامخ و او جرم یې هم خبریالي وه. هغه وايي، له پېښې څو شېبې وړاندې یې ورته زنګ وهلی و او له ګواښ سره د مخېدو په اړه یې ورته ویلي و.

نوموړی وايي، پر ټیلیفون یې ورته وویل چې کورنۍ یې له ګواښ سره مخامخ ده او په وینا یې، کله یې چې وراره خبرې ورسره کولې، پر ټیلیفون د نورو کسانو غږ یې هم اورېدلی دی چې ورسره وو.

د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي، د امیني کورنۍ د ډېرو څېړنو لپاره عدلي طب ته د هغه د جسد لېږدولو اجازه نه ده ورکړې.

خو د فردین امیني کاکا وايي، د عدلي طب څېړنې پایله نه لري او دوی ځکه ونه غوښتل چې جنازه یې درې ورځې په عدلي طب کې پاتې شي.

د نوموړي په وینا، هغه ټول خبریالان چې وژل شوي، جنازې یې عدلي طب ته لېږدول شوي، خو پایله یې نه لرله. د امیني کورنۍ له حکومت نه غواړي چې یاده قضیه په بشپړ ډول وڅېړي.

د امیني کاکا شېرعابدین وايي، هغه پولیس چې د فردین امیني ټپي جسم یې په پښه پورته کاوه، باید د همدې ناانساني کار له کبله محاکمه شي.

د فردین امیني یو ګاونډی حسیب‌الله وايي، دا قضیه د ځان‌وژنې نه، بلکې هدفي وژنه ده؛ ځکه په وینا یې، امیني پر نشه‌يي توکیو روږدی نه و او نه یې هم کورنۍ ستونزې لرلې.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د پېښې د څرنګوالي په اړه یې څېړنې روانې دي او پایله به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریکه شي.

ارین تېره ورځ پر خپلې ټويټرپاڼې لیکلي و چې فردین امیني د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د منشي میرغلام ښارګوټي کې له هغه وروسته چې یوې ټیليفوني اړیکې ته ځواب وايي، پر ځان‌وژنې لاس پورې کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي و چې امیني په یوه تېره تیګه خپله غاړه پرې کړې او د دې پېښې شاهدان هم شته.

کلیدواژه‌ها: // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام