Asset 1SWN

ترکیې ته د افغانانو لېږد؛ پولیس: حقیقت نه لري، هوايي ډګر ته مه راځئ!

ترکیه

د پوله‌ساتو ځواکونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل هوايي ډګر ته د ترکیې له لوري د الوتکو د را لېږلو خبر دروغ دی.

دغه ریاست له کابل ښاریانو غوښتي چې پر اوازو باور ونه کړي او د کابل هوايي ډګر مخې ته دې نه ورځي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران هم ترکیې ته د افغانانو لېږد اوازه بللې ده.

نوموړي ویلي، یوشمېر کابل ښاریان د دې اوازې له اورېدو وروسته د کابل هوايي ډګر ته ورغلي، خو په خبره یې، د امنیتي مسوولانو له لوري له سیمې شړل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، نن ماښام د خلکو منځ کې داسې اوازه خپره شوې وه چې ګواکې ترکیه غواړي له زلزله‌ځپلیو سره د مرستې په موخه یوشمېر کسان دغه هېواد ته لېږدوي او د کابل هوايي ډګر ته یې هم ځانګړې الوتکې را لېږلې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ګڼ‌شمېر کسانو د دې اوازې له اورېدو سره سم نن له ماښام وروسته ځانونه د کابل هوايي ډګر ته رسولي او د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې، امنیتي ځواکونو یې د شړلو لپاره هوايي ډزې هم کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام