ترکیې ته د افغانانو لېږد؛ پولیس: حقیقت نه لري، هوايي ډګر ته مه راځئ!

د پوله‌ساتو ځواکونو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د کابل هوايي ډګر ته د ترکیې له لوري د الوتکو د را لېږلو خبر دروغ دی.
دغه ریاست له کابل ښاریانو غوښتي چې پر اوازو باور ونه کړي او د کابل هوايي ډګر مخې ته دې نه ورځي. په همدې حال کې د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران هم ترکیې ته د افغانانو لېږد اوازه بللې ده.

پاکستان کې د افغان خبریالانو ستونزې؛ «د بې‌وزلۍ له امله مې پښتورګی پلورم»

پاکستان کې یو‌شمېر افغان خبریالان له اقتصادي ستونزو او بې‌وزلۍ څخه شکایت کوي او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دي.

دغه افغان خبریالان چې د جمهوري نظام له پرځېدو سره هم‌مهاله پاکستان ته تللي، وايي چې د څه باندې یوه کال په تېرېدو سره لا هم یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

فاریاب کې چاودنه؛ مسوولان: مرګ‌ژوبله نه‌لري

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز میمنې ښار اړوند د «امام ابو حنیفه» جومات مخې ته شوې چاودنه مر‌ګ‌ژوبله نه‌لري.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه نن غرمه مهال د میمنې ښار د درېیمې حوزې اړوند امام ابو حنیفه جومات دروازې مخې ته رامنځته شوې ده.

ناپېژنده کسانو بامیان او پروان کې دوه ځوانان په مرموز ډول وژلي

د بامیان او پروان محلي مسوولان وايي چې دغو ولایتونو کې دوه کسان د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژل شوي دي.

د پروان د امنیې قومنداني د جنايي جرمونو د څېړنې امر فیض‌الرحمن حامد نن چهارشنبه د سلواغې ۱۹مه سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شاوخوا ۸:۳۰ بجې د چاریکارو ښار اړوند «پُل بابا حاجي» سیمه کې ناپېژنده کسانو یو ځوان وژلی دی.

فاریاب کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې

د فاریاب محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت په خواجه‌سبزپوش ولسوالي کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي وايي چې دغه پېښه پرون سه‌‌شنبه د سلواغې ۱۸مه د خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي «ده‌نو» کلي کې رامنځته شوې ده.