Asset 1SWN

فاریاب کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې

IMG-20230208-WA0004-q1uk40ku9m8nr3njizjll7fvthaqa3ubkqcjykd18o

د فاریاب محلي مسوولان تاییدوي چې د دغه ولایت په خواجه‌سبزپوش ولسوالي کې یوې ښځې ځان‌وژنه کړې ده.

د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمس‌الله محمدي وايي چې دغه پېښه پرون سه‌‌شنبه د سلواغې ۱۸مه د خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي «ده‌نو» کلي کې رامنځته شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د محمدي په وینا، دغه مېرمن شریفه نومېږي او په خپل کور کې یې ځان‌ ځړولی او ځان‌وژنه یې کړې ده.

په ورته مهال د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس زیاته کړې چې تراوسه معلومه نه ده چې دې مېرمنې ولې ځان‌وژنه کړې، خو په وینا یې، په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د وروستیو میاشتو پر مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې او مرموزو وژنو پېښې ډېرې شوې دي. په تازه او وروستي مورد کې د بلخ چمتال ولسوالي کې د یوې کورنۍ اووه غړي د ناپېژنده کسانو له لوري وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام