Asset 1SWN

بامیان کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې

bamyan1

د بامیان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې دوو ښځو ځان‌وژنه کړې او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

د بامیان د امنیې قومنداني د رسنیو دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد ولایت سیغان ولسوالي کې یوې ۱۶کلنې نجلۍ او د یکاولنګ نمبر۱ ولسوالي کې بیا یوې ۵۰کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړۍ پېښه پرون یکشنبه د سلواغې درېیمه د سیغان ولسوالي «قرونه» کلي کې رامنځته شوې او دویمه پېښه کې بیا د یکاولنګ ولسوالي «سرقول» کلي کې یوې ۵۰کلنې مېرمنې د «موږک دوا» خوړلې او مړې شوې دي.

 د بامیان د امنیې قومنداني د خبرپاڼې له مخې، تراوسه معلومه نه ده چې دغو دوو ښځو ولې ځان‌وژنه کړې، خو خبرپاڼه کې د پېښو په اړه د څېړنو د پیل خبر ورکړل شوی دی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

که څه هم هېواد کې د ځان‌وژنې د پېښو لاملونه تر ډېره نه په ډاګه کېږي، خو بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او محدودیتونه هغه لاملونه ګڼل چې له امله یې د ځان‌وژنې پېښې رامنځته کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام