Asset 1SWN

سلام وطندار

فاریاب کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې

Qaisar-pvrzapdauayg6hr52b72mqzczd3x77jvk7vpk8ge4o

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ځوان ځان‌وژنه کړې ده. دغه پېښه پرون جمعه د لیندۍ ۲۵مه د فاریاب قیصار ولسوالي اړوند «میدانک» کلي کې رامنځته شوې ده.

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند حمیدالله بت‌شکن سلام‌وطندار ته وايي، دغه ځوان عبدالله نومېده چې ځان یې زندۍ کړی او ژوند ته یې د پای ټکی اېښی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د بت‌شکن په وینا، دغه ځوان د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان‌وژنه کړې ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې دې وروستیو کې فاریاب کې د ځان‌وژنې پېښې زیاتې شوې دي. د یادو پېښو لاملونه بې‌وزلي او کورنی تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام