Asset 1SWN

ناپېژنده‌ وسله‌والو په فاریاب کې یو کس وژلی

Maimana-2-phi40ap2qo769wqkupjcwkkouu71gqbfky1nihcivc

په فاریاب کې سرچینې وايي چې ناپېژنده‌ وسله‌والو د سه‌شنبې په ماښام د دغه ولایت په مرکز میمنې ښار کې یو کس وژلی دی.

سرچینې زیاتوي چې وژل شوی کس خان‌علم نومېده او د فاریاب د پښتون‌کوټ ولسوالي د سلملیک سیمې اصلي اوسېدونکی و، خو اوس د میمنې ښار په تکلي‌خانه کې اوسېده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سرچینو په وینا، ناپېژنده وسله‌والو خان‌علم په مرمیو وژلی او له سیمې تښتېدلي دي.  سرچینې ټینګار کوي چې د دې پېښې په تړاو یوه ښځه نیول شوې ده.

د فاریاب امنیتي مسوولانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام