لاوروف: ا.ا تر هغه په رسمیت نه پېژنو چې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړې جوړېدونکې غونډې په اړه چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په اړه به هم په‌کې بحث وشي، د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، تر هغه چې ټول‌ګډونه حکومت نه وي جوړ شوی، روسیه به اسلامي امارت په رسمیت ونه پېژني.

د کورونا اتمه څپه؛ د افغان‌-‌جاپان روغتون مسوولان: دا څپه له تېرو هغو ګواښوونکې ده

د افغان‌‌–‌جاپان روغتون مسوولان په هېواد کې پر کورونا ناروغي د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي خبر ورکوي او وايي، د کورونا روانه اتمه څپه د تېرو هغو په پرتله ګواښوونکې ده او پرې د اخته کسانو روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ دی. د مسوولانو په خبره، په دې څپه کې له نیمايي ډېر هغه کسان هم پر کورونا اخته شوي چې مخکې پرې اخته وو.

بادغیس کې د موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي، د هرات‌-‌میمنې پر لویه لاره د یوه لنډکروزر موټر د چپه کېدو پېښه کې د ماشومانو په ګډون، پنځه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي. صدیقي زیاتوي، یاد موټر هغه مهال له سړک نه اوښتی او چپه شوی چې له هرات نه د فاریب خوا ته روان و.