Asset 1SWN

بادغیس کې د موټر چپه کېدو پېښه کې پنځه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي

Badghis-1221-q5ktt9xc5x9vsboob6cc3keimc39acf5ieez8p60zs

د بادغیس امنیتي مسوولان وايي، د هرات‌-‌میمنې پر لویه لاره د یوه لنډکروزر موټر د چپه کېدو پېښه کې د ماشومانو په ګډون، پنځه کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس د امنیې قومانداني ویاند صدیق‌الله صدیقي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه د روانې میاشتې په پنځمه، د سه‌شنبې په شپه د بالامرغاب ولسوالي په «بند منګان» سیمه کې شوې ده.

صدیقي زیاتوي، یاد موټر هغه مهال له سړک نه اوښتی او چپه شوی چې له هرات نه د فاریب خوا ته روان و. هغه د دې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې‌غوري او د لارې خرابوالی په ګوته کوي.

د بادغیس د امنیې قومانداني د ویاند په خبره، د اسلامي امارت ځواکونو د پېښې ټپیان د بالامرغاب ولسوالي روغتیايي مرکز ته لېږدولي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د کوچني اختر د ورځو پر مهال په یوشمېر ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له کبله یوشمېر افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام