Asset 1SWN

د غور-کابل لویه لاره نن مازدیګر د موټرو پر مخ تړل کېږي

IMG_20220308_163412_770--1-

د غور د ټولګټو رییس عبدالکریم ابو‌شعیب سلام‌وطندار ته ویلي، دوی نن مازدیګر (سه‌‌شنبه، مرغومې ۲۰) د غور-کابل لویه لاره او د یاد ولایت هغه ټولې لارې د مسافر وړونکو موټرو پرمخ تړلي چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې له لوري د سختو واورو د ورېدو اټکل په‌کې شوی دی.

د غور د ټولګټو رییس زیاته کړې: «د غور-کابل، غور-هرات لویې لارې او د باین بند، غوک بند او بور بند خلاص دي، مسافر پرې تګ‌راتګ کولای شي. له همدې امله نن مازدیګر څلور بجو وروسته مو عمومي او د کابل ټرانسپورټ او نمایندګیو ته لارښوونه کړې چې لاره تړل کېږي او مسافر وړونکي موټر به اجازه ونه لري چې پرې تګ‌راتګ وکړي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په ورته مهال د غور د ټولګټو ریاست مسوولان هم وايي، د واورو پاکولو ټیمونه یې هغو سیمو کې حضور لري چې ډېره واوره په‌کې کېږي او هڅه کوي، څو هېڅ لاره بنده نه‌شي.

بل‌خوا د غور-کابل لویې لارې یو‌شمېر موټر چلوونکي د لویو لارو د خلاصون په موخه د یاد ولایت د ټولګټو ریاست هڅې ستايي او له دغه ریاست غواړي چې د واورو د اورښت پر مهال دې د خلکو ستونزو هواري لپاره اقدامات وکړي، څو له تلفاتو مخنیوی شوی وي.

د غور-کابل لویې لارې موټر چلوونکي نوید وویل: «همداوس مسافر راسره دي، ناروغ لري، راته یې وویل چې باید لاړ شو، که لاړ نشو لاره تړلي وي او دې ستونزې ته باید د حل لاره ولټول شي. دا د ولایت لاره ده او باید خلاصه وي، د یوې ولسوالي او کلي لاره نه ده. باید تګ‌راتګ دوام ولري.»

د غور اوسېدونکی ګل‌احمد وايي، حکومت باید د لارو خلاصون لپاره جدي هڅې وکړي، څو مسافر په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان په لویو لارو کې ایسار پاتې نشي او خپل ژوند له لاسه ورنه‌ کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې مهال دی چې د هېواد د هوا پېژندنې ریاست د روانې مرغومې میاشتې په ۲۰ او ۲۱ نېټه هېواد کې په اټکلیزه توګه د سختو واورو د ورښت په اړه خبرداری ورکړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام